Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الشورى — آیت 10 (پښتو) — ویډیو

الشورى • آیت نمبر 10 (ټولې 53 آيتونه) • پښتو


وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِنْ شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبِّي عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ 10
ترجمه:
او هر هغه شى چې تاسو په هغه كې اختلاف وكړئ، نو د هغه حكم (فیصله) الله ته ده، دغه الله زما رب دى، خاص په ده باندې ما توكل كړى دى او خاص هم ده ته زه رجوع كوم الشورى ۴۲:۱۰
تفسیر:
او ای خلکو! تاسو چې د دين له اصولو او فروعو څخه په څه کې اختلاف کوئ، نو پرېکړه يې د الله په واک کې ده، چې په هغې کې به د الله کتاب او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم سنتو ته رجوع کيږي، هغه څوک چې په دغو صفتونو متصف دی هغه زما پالونکی دی، يوازې پر هغه په خپلو ټولو چارو کې بروسه کوم او يوازې هغه ته په توبې سره ورګرځم.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الشورى • آیت 9 راتلونکې الشورى • آیت 11