(دغه الله) د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى، تاسو لپاره يې له هم ستاسو له جنس (او ځانونو) نه جوړې پیدا كړي دي۔ او له څارویو نه يې هم قسمونه (پیدا كړي دي)، هغه تاسو په دې طریقې سره خوروي۔، د هغه په مثل هېڅ شى نشته۔ او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى الشورى ۴۲:۱۱ ⧉
تفسیر:
الله پرته له پخوانۍ بېلګې د آسمانونو او ځمکې پيداکوونکی دی، تاسو لره يې له خپلو ځانونو جوړې (مېرمنې) پيداکړې دي، او له اوښانو، غواوو او پسونو يې هم جوړې پيداکړې دي، تر څو ستاسو لپاره څاروي زيات شي، تاسو پيدا کوي داسې چې ستاسو لپاره یې د واده کولو لپاره جوړې پيدا کړي او تاسو ته ژوند درکوي داسې چې ستاسو لپاره د څارويو غوښې او شېدې پيداکوي، د هغه په مخلوقاتو کې هیح شی د هغه مماثل نه شي کیدای، هغه د خپلو بندګانو د ويناوو اوورېدونکی او کړنو لره يې ليدونکی دی، له هغه هيڅ نه پاتې کيږي، او ژر به يې د کړنو بدله ورکړي، که خير و، نو خير او که شر و، نو شر به وي.