او دوى سره مختلف شوي نه وو مګر وروسته له هغه چې دوى ته علم راغى، په خپل مینځ كې د حسد په وجه، او كه چېرې هغه خبره نه وى چې ستا د رب له جانبه تر ټاكلې نېټې پورې ړومبى شوې ده۔ (، نو) د دوى په مینځ كې به خامخا فیصله كړى شوې وى۔ اوبېشكه هغه كسان چې له دوى نه وروسته ورته كتاب په میراث كې وركړى شوى دى، خامخا د دغه (قرآن) په هكله په اضطراب اچوونكي شك كې دي (۱۴)
تفسیر
او کافران او مشرکان وروسته تر هغې په اختلاف کې شول چې هغوی ته د محمد صلی الله عليه وسلم پر رالېږلو پر هغوی حجت قائم شو، د هغوی اختلاف يوازې د سرکښۍ او ظلم له امله و، که چېرې د الله په پوهه کې دا خبره نه وای تېره شوې چې هغه په خپله پوهه کې له هغوی تر يوې ټاکلې مودې چې د قيامت ورځ ده عذاب وروسته کوي، نو الله به د هغوی ترمنځ پرېکړه کړې وای، چې د هغوی پر الله د کفر او د هغه د رسولانو د درواغجن ګڼلو له امله به يې په عذاب ورکولو کې بيړه کړې وای، او بېشکه هغه کسان چې تورات يې له يهودو او انجيل يې له نصاراوو وروسته له خپلو پخوانيو او وروسته له دغو مشرکانو څخه په ميراث ترلاسه کړل، هغوی هرمرو د دغه قرآن په اړه چې محمد صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی په شک کې دي او درواغ ګڼونکي يې دي.