سوره الشورى (مشوره) (آیت 21)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




42 الشورى(الشورى)، آیت ۲۱

أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ ۗ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ 21 ٢١

ایا د دوى لپاره داسې شریكان شته چې د دوى لپاره يې له دین څخه هغه لاره مقرر كړې ده چې الله د هغې اذن نه دى كړى۔ او كه چېرې د فیصلې خبره نه وى (نو) د دوى په مینځ كې به خامخا فیصله شوې وى۔ او بېشكه ظالمان چې دي، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى (۲۱)

تفسیر
آيا د دغو مشرکانو لپاره له الله پرته نور معبودان دي، او د هغوی لپاره يې داسې دين راوړی چې الله هغوی ته د دغه دين اجازه نه ده ورکړې چې په هغه کې دې شرک وي او حلال دې حرام او حرام دې حلال شي؟ که چېرې الله نېټه نه وای ټاکلې د اختلاف کوونکو ترمنځ به يې پرېکړه کړې وای، او الله يې د هغوی ترمنځ تر پرېکړې پورې ځنډوي، او بېشکه پر الله د شرک او ګناهونو له امله پر ځانو ظلم کوونکو لپاره دردوونکی عذاب دی چې د قيامت په ورځ د هغوی انتظار کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ