كه هغه (الله) وغواړي، نو هوا به ودروي، نو دغه (بېړۍ) به د ده په شا ولاړې پاتې شي، بېشكه په دغو كې د هر صبرناك او ډېر شكر ایستونكي لپاره یقینًا ډېرې نښې دي (۳۳)
تفسیر
که چېرې الله د هغه باد درول وغواړي چې کښتۍ چلوي، وبه يې دروي، نو کښتۍ به په درياب کې آرامه پاتې شي چې خوځښت به نه کوي، بېشکه په دغه ياد شوي د کښتيو په پيدايښت او بادونو په تابع کولو کولو کې د الله پر ځواکمنتيا پر ستونزو او مصیبتونو کې د هر صبرکوونکي او د الله پر نعمتونو د شکر اېستونکي لپاره څرګندې نښې دي.