سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 104)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
5
المائده(المائدة)، آیت ۱۰۴
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَىٰ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ قَالُوا حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا ۚ أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ
او كله چې دوى ته وویل شي چې راشئ هغه شي ته چې الله نازل كړى دى او رسول ته (راشئ)، دوى وايي: مونږ ته هغه (لار) كافي ده چې په هغې باندې مونږ خپل پلرونه موندلي دي، ایا اګر كه د دوى پلرونه نه په هېڅ شي پوهېږي او نه هدایت موندونكي وي (۱۰۴)
تفسیر
او کله چې وویل شي په الله تعالی باندې دروغ تړونکو خلکو ته په حراموالي د بعضو څاریو: راشئ هغه څه ته چې الله تعالی رالیږلي د قران کریم نه، او راشئ د پیغمبر –صلی الله علیه وسلم- سنتو ته چې حلال او حرام وپیژنئ، وايي دوی: بس دي مونږ لره هغه عقاید، ویناګانې او کارونه چې مونږ اخیستي د خپلو مشرانو نه، څرنګه دوی لره دا کافي دی او حال دا چې د دوی مشران په هیڅ شي باندې نه پوهیدل، او نه یې چاته د حق لاره ورښودله؟! نو د دوی تابعداري نه کوي مګر هغه څوک چې د دوی نه هم ډیر ناپوهه وي او ډیر ګمراه وي په اعتبار د لارې سره، نو بس دوی ناپوهه او ګمراهان دي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: