سوره الشورى (مشوره) (آیت 36)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




42 الشورى(الشورى)، آیت ۳۶

فَمَا أُوتِيتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَمَا عِنْدَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ لِلَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ 36 ٣٦

پس تاسو ته چې څه شى هم دركړى شوى دى، نو (دغه) د دنيايي ژوند فايده ده، او هغه (ثواب) چې د الله په نېز دى (هغه) ډېر غوره او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى د هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى او خاص په خپل رب باندې توكل كوي (۳۶)

تفسیر
نو ای خلکو کوم مال، مرتبه او اولاد چې تاسوته درکړل شوي، هغه د دنيا د ژوند لږه قایده ده او له منځه تلونکې ختمېدونکې ده، او تلپاتې نعمت هغه خو د جنت نعمت دی چې الله د هغو خلکو لپاره چمتو کړی چې پر الله او د هغه پر رسولانو ايمان لري، او يوازې پر خپل پالونکي په خپلو ټولو چارو کې بروسه کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ