سوره الشورى (مشوره) (آیت 40)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




42 الشورى(الشورى)، آیت ۴۰

وَجَزَاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِثْلُهَا ۖ فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ 40 ٤٠

او د بدۍ بدله د هغې په شان بدي ده، نو هغه څوك چې معافي وكړي او اصلاح وكړي نو د ده اجر په الله دى، بېشكه هغه (الله) ظالمان نه خوښوي (۴۰)

تفسیر
او څوک چې د خپل حق اخېستل غواړي هغه لره دا حق شته، خو پرته له زيادت او تيري څخه په ورته عمل سره به وي او څوک چې هغه چا لره بخښنه وکړي چې بد يې ورسره کړي او په بده کړنه يې نيونه ونه کړي، او څه چې د هغه او د ورور تر منځ يې دي هغه اصلاح کړي، نو د الله په وړاندې ثواب لري، بېشکه هغه داسې ظالمان نه خوښوي چې پر خلکو د هغوی په نفسونو، مالونو او عزتونو کې ظلم کوي، بلکې هغوی يې بد ييشي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ