سوره الشورى (مشوره) (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




42 الشورى(الشورى)، آیت ۷

وَكَذَٰلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِتُنْذِرَ أُمَّ الْقُرَىٰ وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنْذِرَ يَوْمَ الْجَمْعِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۚ فَرِيقٌ فِي الْجَنَّةِ وَفَرِيقٌ فِي السَّعِيرِ 7 ٧

او همداسې مونږ تا ته (دا) عربي قرآن وحي كړو، د دې لپاره چې ته ام القرىٰ (مكه) ووېروې او هغه څوك چې د دې ګېر چاپیره دي او ته (دوى) د جمع كېدلو له ورځې نه ووېروې چې هېڅ شك په كې نشته۔، یوه ډله به په جنت كې وي او بله ډله به په دوزخ كې وي (۷)

تفسیر
لکه څنګه مو چې له تا مخکې نبيانو ته وحي کړې ده همداراز مو تاته عربي قرآن وحي کړی دی، ترڅو مکه او د هغې شاوخوا د عربو کلي او بيا ټول خلک پرې ووېروې، او خلک د قيامت له ورځې ووېروې له هغې ورځې چې الله به لومړني او وروستني خلک په يوه ځمکه کې د حساب او بدلې لپاره را ټول کړي، د دغې ورځې په رامنځته کېدو کې هيڅ شک نشته، او خلک به په دغه ورځ دوو ډلو ته وېشل شوي وي: يوه ډله به په جنت کې وي چې هغه مؤمنان دي، بله ډله به په دوزخ کې وي چې هغه کافران دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ