او كه الله غوښتلي وى (نو) دوى به يې خامخا یو امت ګرځولي وو او لېكن هغه په خپل رحمت كې چا ته چې وغواړي داخلوي يې۔ او ظالمان چې دي، د دوى لپاره نه هېڅ كارساز شته او نه مددګار (۸)
تفسیر
او که الله غوښتي وای چې هغوی يې د اسلام پر دين يو امت ګرځولي وای، نو هغوی به يې پرې يو امت ګرځولي وای، او ټول به يې جنت ته ننه اېستلي وای، خو د هغه د حکمت غوښتنه داده چې چاته غواړي، اسلام ته يې ننه باسي او جنت ته يې د ننه کوي، او هغه ظالمان چې د کفر او ګناهونو له امله يې پر ځانونو ظلم کړی، هغوی لره هيڅ دوست نشته چې ملګرتيا يې وکړي، او نه کوم مرستندوی چې د الله له عذابه يې وژغوري.