سوره الزخرف (سینگار) (آیت 13)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




43 الزخرف(الزخرف)، آیت ۱۳

لِتَسْتَوُوا عَلَىٰ ظُهُورِهِ ثُمَّ تَذْكُرُوا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ إِذَا اسْتَوَيْتُمْ عَلَيْهِ وَتَقُولُوا سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَٰذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ 13 ١٣

د دې لپاره چې تاسو د هغو په شاګانو ښه برابر كېنئ، بیا د خپل رب نعمت رایاد كړئ، كله چې تاسو په دغه برابر كېنئ او ووایئ: پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا مسخر (او تابع) كړى دى۔ او مونږ ده لره په قابو كې راوستونكي نه یو (۱۳)

تفسیر
دغه ټول يې تاسو لره ګرځولي دي، په دې هيله چې تاسو مو په خپلو سفرونو کې پر شاوويې سپرېږئ، بيا د خپل پالونکي نعمتونه ستاسو لپاره د هغو په تایع کولو در په ياد کړئ، کله چې د هغو پر شاوو ځای پرځای شئ او په ژبو مو ووايی: پاک او سپېڅلی دی هغه ذات چې موږ لره يې دغه سپرلۍ چمتو کړې او تابع کړې ده، نو موږ یې وتوانولو په هغې او موږ د هغه توان لرونکي نه وو، که د الله تایع کول نه وای.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ