سوره الزخرف (سینگار) (آیت 35)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




43 الزخرف(الزخرف)، آیت ۳۵

وَزُخْرُفًا ۚ وَإِنْ كُلُّ ذَٰلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۚ وَالْآخِرَةُ عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِينَ 35 ٣٥

او له سرو زرو نه (دغه او نور زينتونه به مو وركړي وى) او نه دي دغه (ټول څیزونه) مګر د دنيايي ژوند سامان دى۔ او اخرت ستا د رب په نېز د متقیانو (پرهیزګارانو) لپاره دى (۳۵)

تفسیر
او هرومرو به مو هغوی لره سره زر ګرځولي وو، او دا ټول نه دي مګر د دنيا د ژوند توښه ده، نو د نه پاتې کېدو له امله یې ګټه لږ ده، او ای رسوله! په آخرت کې چې ستا د پالونکي په وړاندې کوم نعمتونه دي هغه غوره دي د هغو خلکو لپاره چې له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او نواهيوو يې په ځان ساتلو وېريږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ