سوره الزخرف (سینگار) (آیت 48)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




43 الزخرف(الزخرف)، آیت ۴۸

وَمَا نُرِيهِمْ مِنْ آيَةٍ إِلَّا هِيَ أَكْبَرُ مِنْ أُخْتِهَا ۖ وَأَخَذْنَاهُمْ بِالْعَذَابِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ 48 ٤٨

او مونږ به دوى ته هېڅ یوه نښه نه ښووله مګر چې هغه به د هغې له خور (مثل) نه ډېره لویه وه او مونږ دوى په عذاب سره راونیول، د دې لپاره چې دوى رجوع وكړي (۴۸)

تفسیر
او فرعون او د هغه د قوم سردارانو ته مو چې هر دليل د هغه څه په صحت ورښودلو چې موسی عليه السلام ورسره راغلی و يو به تر هغه بل مخکېني لوی و، او هغوی مو په دنيا کې په عذاب ونيول، په دې هيله چې له هغه څه راوګرځي چې پر کوم کفر وو، خو هيڅ ګټه يې ونه کړه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ