سوره الزخرف (سینگار) (آیت 63)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




43 الزخرف(الزخرف)، آیت ۶۳

وَلَمَّا جَاءَ عِيسَىٰ بِالْبَيِّنَاتِ قَالَ قَدْ جِئْتُكُمْ بِالْحِكْمَةِ وَلِأُبَيِّنَ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِي تَخْتَلِفُونَ فِيهِ ۖ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ 63 ٦٣

او كله چې عيسٰى له ښكاره دلیلونو سره راغى، ويې ويل: (اى بني اسرائیلو!) یقینًا ما تاسو ته حكم راوړى دى او د دې لپاره (راغلى یم) چې تاسو ته ځینې هغه (احكام) بیان كړم چې تاسو په هغو كې اختلاف كوئ، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ (۶۳)

تفسیر
کله چې عيسی عليه السلام خپل قوم ته د هغه پر استازولۍ له څرګندو دلايلو سره راغی، هغوی ته يې وويل: زه تاسو ته د الله له لوري له حکمت سره راغلی يم، او دا چې تاسو ته ستاسو د دين هغه چارې څرګندې کړم چې تاسو پکې اختلاف کوئ، نو له الله څخه د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره وډارشئ، او په هغه څه کې زما پيروي وکړئ چې امر يې درته کوم او ترې منع کوم مو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ