سوره الزخرف (سینگار) (آیت 9)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




43 الزخرف(الزخرف)، آیت ۹

وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ خَلَقَهُنَّ الْعَزِيزُ الْعَلِيمُ 9 ٩

او قسم دى كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي (، نو) دوى به خامخا لازمًا ووايي چې دغه ډېر غالب، ډېر پوه ذات پیدا كړي دي (۹)

تفسیر
او ای رسوله! که له دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو پوښتنه وکړې: چې آسمانونه چا پيداکړي او چا ځمکه پيداکړې ده؟ ستا د پوښتنې په ځواب کې به هرومرو وايي: هغه برلاسي پيداکړي چې هيڅوک يې نه شي بې وسې کولای، چې پر هرڅه ښه پوه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ