سوره الجاثية (زانو وهونکی) (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




45 الجاثية(الجاثية)، آیت ۱۱

هَٰذَا هُدًى ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَهُمْ عَذَابٌ مِنْ رِجْزٍ أَلِيمٌ 11 ١١

دا (قرآن) هدایت دى۔ او هغه كسان چې د خپل رب په ایتونو كافران شوي دي۔؛ د هغوى لپاره د ډېر دردوونكي عذاب سزا ده (۱۱)

تفسیر
دغه کتاب چې موږ پر خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړی د حق لارې ته لارښوونکی دی، او هغه کسان چې د خپل پالونکي لخوا يې د هغه پر رسول نازل کړل شويو آيتونو کفر کړی هغوی لره بد دردوونکی عذاب دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ