سوره الجاثية (زانو وهونکی) (آیت 12)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




45 الجاثية(الجاثية)، آیت ۱۲

اللَّهُ الَّذِي سَخَّرَ لَكُمُ الْبَحْرَ لِتَجْرِيَ الْفُلْكُ فِيهِ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ 12 ١٢

الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې سمندر تابع كړى دى، د دې لپاره چې په ده كې كشتۍ د ده په حكم سره روانې شي او د دې لپاره چې تاسو د هغه له فضله لټون وكړئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ (۱۲)

تفسیر
الله يوازې هغه ذات دی ای خلکو چې تاسو لره يې دریاب اېل کړی، تر څو د هغه په امر کښتۍ پکې وچليږي، او د ډول ډول روا کسبونو څخه د هغه فضل ولټوئ، کېدای شي پر تاسو د کړي نعمت شکر وباسئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ