سوره الجاثية (زانو وهونکی) (آیت 13)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




45 الجاثية(الجاثية)، آیت ۱۳

وَسَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مِنْهُ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ 13 ١٣

او تاسو لپاره يې په كار لګولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، په داسې حال كې چې دا ټول د هغه له جانبه (مسخر) دي۔، بېشكه په دغو كې د هغه قوم لپاره یقینًا ډېرې نښې دي چې غور فكر كوي (۱۳)

تفسیر
او هغه پاک ذات ستاسو لپاره په آسمانونو کې لمر، سپوږمۍ او ستوري او په ځمکه کې نهرونه، ونې، غرونه او نور شيان اېل کړي دي، دغه ټول نعمتونه د هغه پېرزوينه او احسان دی، پرته له شکه ستاسو لپاره د دغو په اېل کولو د الله پر ځواک او د هغه پر يووالي دليلونه دي؛ د هغو خلکو لپاره چې د هغه په آیتونو کې فکر کوي او پند ترې اخلي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ