سوره الجاثية (زانو وهونکی) (آیت 15)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




45 الجاثية(الجاثية)، آیت ۱۵

مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ أَسَاءَ فَعَلَيْهَا ۖ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ 15 ١٥

هر څوك چې نېك عمل وكړي، نو د خپل ځان لپاره يې دى، او څوك چې بد وكړي، نو په همده يې ضرر دى، بیا به خاص خپل رب ته تاسو بېرته بیول كېږئ (۱۵)

تفسیر
چا چې ښه عمل وکړ، نو د خپل نېک عمل پايله يې هغه لره ده، او الله د هغه له عمله مستغني دی، او چا چې خپل عمل بد کړ، نو د بد عمل پايله يې چې عذاب دی پر همغه دی، او الله ته يې بد عمل ضرر نه رسوي، بيا يوازې زموږ لوري ته په آخرت کې راګرځول کېږئ تر څو هر چاته د هغه څه بدله ورکړو چې وړ يې دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ