سوره الجاثية (زانو وهونکی) (آیت 23)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




45 الجاثية(الجاثية)، آیت ۲۳

أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَٰهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَىٰ عِلْمٍ وَخَتَمَ عَلَىٰ سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ وَجَعَلَ عَلَىٰ بَصَرِهِ غِشَاوَةً فَمَنْ يَهْدِيهِ مِنْ بَعْدِ اللَّهِ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ 23 ٢٣

ایا نو تا هغه كس لیدلى دى چې خپل معبود يې خپل خواهش ګرځولى دى او الله هغه په علم باندې ګمراه كړ او د هغه په غوږونو او د هغه په زړه يې مهر ولګاوه، او د هغه په سترګو يې پرده واچوله، نو ده ته به له الله نه بعد څوك هدایت وكړي۔، ایا نو تاسو پند نه اخلئ! (۲۳)

تفسیر
ای رسوله! وګوره هغه چاته چې د خپلو هوسونو پيروي يې کړې ده او د معبود غوندې يې ګرځولي دي، چې مخالفت يې نه کوي، الله هغه د پوهې سربېره لارورکی کړی دی، ځکه هغه د لارورکۍ وړ دی، د هغه پر زړه يې مهر لګولی چې د ګټې وړ اورېدل نه شي کولای، او الله يې پر سترګو پرده اچولې چې حق نه شي ليدلای، نو څوک دی چې هغه ته دې د حق توفيق ورکړي وروسته تردې چې الله يې لارورکی کړي؟! آيا د هوس د پيروۍ له ضرره او د الله د شريعت د پيروۍ له ګټې پند نه اخلئ؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ