سوره الجاثية (زانو وهونکی) (آیت 32)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




45 الجاثية(الجاثية)، آیت ۳۲

وَإِذَا قِيلَ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَالسَّاعَةُ لَا رَيْبَ فِيهَا قُلْتُمْ مَا نَدْرِي مَا السَّاعَةُ إِنْ نَظُنُّ إِلَّا ظَنًّا وَمَا نَحْنُ بِمُسْتَيْقِنِينَ 32 ٣٢

او كله چې به (تاسو ته) وویل شو چې بېشكه د الله وعده حقه ده او قیامت (چې دى) په ده كې هېڅ شك نشته۔، تاسو به ویل: مونږ نه پوهېږو قیامت څه شى دى؟ مونږ خو بس یو ګمان كوو، ګمان كول او مونږ له سره یقین كوونكي نه یو (۳۲)

تفسیر
او کله چې درته وويل شي: بېشکه د الله هغه ژمنه چې له خپلو بندګانو سره يې کړې ده، چې هغه به يې بېرته راژوندي کوي او بدله به يې ورکوي، حق ده هيڅ شک پکې نشته، او قيامت حق دی شک پکې نشته، نو هغو لره عمل وکړئ، تاسو ويل: موږ نه پوهېږو قيامت څه دی؟ موږ يوازې کمزوری ګومان کوو چې هغه راتلونکی دی، او موږ باوري نه يو چې هغه به راشي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ