سوره الجاثية (زانو وهونکی) (آیت 34)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




45 الجاثية(الجاثية)، آیت ۳۴

وَقِيلَ الْيَوْمَ نَنْسَاكُمْ كَمَا نَسِيتُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَٰذَا وَمَأْوَاكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ نَاصِرِينَ 34 ٣٤

او وبه ویل شي نن ورځ مونږ تاسو هېروو، لكه چې تاسو د خپلې دې ورځې ملاقات هېر كړى و او ستاسو استوګنه اور دى او تاسو لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته (۳۴)

تفسیر
او الله به هغوی ته ووايي: نن مو په اور کې پرېږدم، لکه څنګه چې تاسو د دغې ورځې سره مخامخېدل هېر کړي وو، نو په ايمان راوړلو او نېک عمل مو چمتووالی نه ورته نيولو، او هستوګنځی مو چې ورځئ به هغه اور دی، او تاسو لره به مرستندويان نه وي چې د الله عذاب درڅخه دفع کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ