او خاص ده لره په اسمانونو او ځمكه كې لويي ده او هم دى ښه غالب، ښه حكمت والا دى (۳۷)
تفسیر
او هغه لره په آسمانونو او په ځمکه کې دروندوالی او لويي ده او هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې زورور کېدلای، د خپل مخلوق په پيدايښت، او د مخلوقاتو په اندازه کولو کې او خپل تدبير او شريعت کې حکمت والا دی.