سوره الجاثية (زانو وهونکی) (آیت 5)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




45 الجاثية(الجاثية)، آیت ۵

وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ رِزْقٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ آيَاتٌ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ 5 ٥

او د شپې او ورځې په اختلاف كې او په هغه كې چې الله له اسمان (بره) نه رزق (باران) نازل كړى دى، بیا يې په هغه سره ځمكه د هغې له مرګ نه پس راژوندۍ كړې ده او د هواګانو په بدلولو رابدلولو كې د هغو خلقو لپاره نښې دي چې له عقل نه كار اخلي (۵)

تفسیر
او د شپې ورځې په يو بل پسې راتلو کې، او په هغه باران کې چې الله له آسمانه را اورولی، ځمکه يې په شنه کولو پرې ژوندۍ کړې وروسته تر دې چې هغه مړه وه هيڅ شينګيا پکې نه وه، او له يو لوري او بل لوري د بادونو په راوستلو کې ستاسو لپاره ګټې دي، د هغه قوم لپاره دليلونه دي چې له عقله کار اخلي، چې د الله پر يووالي او د هغه لخوا پر بېرته را ژوندي کولو او پر هر څه د ځواکمنتيا په اړه يې استدلال پرې کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ