سوره الأحقاف (شګلنه سیمه) (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




46 الأحقاف(الأحقاف)، آیت ۱۱

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا لَوْ كَانَ خَيْرًا مَا سَبَقُونَا إِلَيْهِ ۚ وَإِذْ لَمْ يَهْتَدُوا بِهِ فَسَيَقُولُونَ هَٰذَا إِفْكٌ قَدِيمٌ 11 ١١

او كافران شویو كسانو د هغو كسانو په هكله وویل چې ایمان يې راوړى دى: كه چېرې دا (ایمان، قرآن) خیر (او غوره كار) وى، نو دوى به ده ته زمونږ نه مخكې شوي نه وو۔ او چونكه دغو (كافرانو) په دغه (قرآن) سره نېغه لاره ونه موندله، نو ځكه دوى به ضرور وايي: دا ډېر پخواني دروغ دي (۱۱)

تفسیر
او هغو کسانو چې پر قرآن او هغه څه يې کفر کړی چې رسولانو يې ورته راوړي دي، وایي: که چېرې هغه څه چې محمد ورسره راغلی دی حق وای چې ښېګڼې ته يې لارښوونه کولای، نو دغه بې وزله، مرېيان او کمزوري به له موږ ور مخکې شوي نه وای. او د دې له امله چې هغوی هغه څه ته لار ونه مونده چې رسول يې ورته راوړی و، نو ژر ده چې وايي به: له دغه څه سره چې موږ ته راغلی پخواني درواغ دي او موږ د درواغو پيروي نه کوو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ