سوره الأحقاف (شګلنه سیمه) (آیت 29)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




46 الأحقاف(الأحقاف)، آیت ۲۹

وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنْصِتُوا ۖ فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَىٰ قَوْمِهِمْ مُنْذِرِينَ 29 ٢٩

او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته د پېریانو یوه ډله راوګرځوله، چې قرآن به اوري، نو كله چې دوى ده (قرآن) ته حاضر شول، نو ويې ويل: چوپ شئ! نو كله چې (د قرآن تلاوت) تمام كړى شو (نو) دوى خپل قوم ته بېرته وګرځېدل، په داسې حال كې چې وېروونكي وو (۲۹)

تفسیر
ای رسوله! در په ياد کړه کله مو چې يوه ډله پېريان درولېږل ترڅو پرتا نازل شوی قرآن واوري، کله چې يې اورېدلو ته حاضر شول، ځينو يې ځينو ته وويل: غوږ ونيسئ ترڅو يې سم واورو، کله چې رسول صلی الله عليه وسلم لوستل پای ته ورسول، هغوی يې خپل قوم ته راوګرځېدل ترڅو يې د الله له عذابه ووېروي که چېرې پر دغه قرآن ايمان رانه وړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ