سوره الأحقاف (شګلنه سیمه) (آیت 33)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




46 الأحقاف(الأحقاف)، آیت ۳۳

أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَمْ يَعْيَ بِخَلْقِهِنَّ بِقَادِرٍ عَلَىٰ أَنْ يُحْيِيَ الْمَوْتَىٰ ۚ بَلَىٰ إِنَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 33 ٣٣

او ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه هغه الله چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او د دغو په پیدا كولو سره نه دى ستړى شوى، یقینًا په دې قادر دى چې مړي ژوندي كړي؟ ولې نه! بېشكه هغه په هر شي باندې ښه قادر دى (۳۳)

تفسیر
آيا دغه د بېرته راژوندي کېدو درواغ ګڼونکي مشرکان نه ويني، چې الله هغه ذات دی چې اسمانونه يې پيداکړي او ځمکه يې پيداکړې ده او د هغو د لوی والي او پرخوالي سربېره پيداکولو يې نه دی بې وسې کړی، هغه پردې ځواکمن دی چې د حساب او بدلې لپاره مړي را ژوندي کړي؟! ولې نه، پرته له شکه هغه هرومرو د هغوی پر ژوندي کولو ځواکمن دی، بېشکه هغه پاک ذات پر هرڅه وسي دی، نو د مړو له ژوندي کولو نه به وسې کيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ