سوره الأحقاف (شګلنه سیمه) (آیت 35)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




46 الأحقاف(الأحقاف)، آیت ۳۵

فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِلْ لَهُمْ ۚ كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَ مَا يُوعَدُونَ لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا سَاعَةً مِنْ نَهَارٍ ۚ بَلَاغٌ ۚ فَهَلْ يُهْلَكُ إِلَّا الْقَوْمُ الْفَاسِقُونَ 35 ٣٥

نو (اى نبي!) ته صبر كوه، لكه چې د عزیمت والا رسولانو صبر كړى دى او د دوى په هكله (د عذاب) تلور مه كوه، ګویاكې دوى به هغه ورځ (كې) چې هغه (عذاب) وویني چې له دوى سره يې وعده كولى شوه، داسې وي چې دوى وخت نه دى تېر كړى مګر د ورځې یوه ګړۍ، (دا قرآن) پېغام دى، پس هلاك كولى نه شي مګر فاسقان خلق (۳۵)

تفسیر
نو ای رسوله! د خپل قوم له لوري ستا پر درواغ ګڼلو صبر کوه، لکه څنګه چې همت لرونکو رسولانو: نوح، ابراهيم، موسی، عيسی عليهم السلام صبر کولو، هغوی لره په سزا بيړه مه کوه، ګواکې ستا له قومه درواغ ګڼونکي چې کله په آخرت کې هغه عذاب وويني چې ژمنه يې ورسره کېدله، نو د عذاب د اوږدوالي له امله به داسې انګيري چې هغوی په دنيا کې له ورځې يوازې يوه ګړۍ وخت تېر کړی، دغه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوی قرآن د انسانانو او پېريانو لپاره بلنه او بسنه کوونکی دی، ځکه په عذاب تباه کېدونکي يوازې په کفر او ګناهونو د الله له پيروۍ وتونکي خلک دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ