مونږ اسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، نه دي پیدا كړي مګر په حقه او په ټاكلې مودې سره۔ او كافران شوي كسان له هغه (قرآن) نه چې دوى پرې وېرولى شي، مخ ګرځوونكي دي (۳)
تفسیر
موږ اسمانونه او ځمکه بې ځایه نه دي پيداکړي، بلکې دا ټول مو په حقه د لويو حکمتونو لپاره پيداکړي دي، چې له هغو څخه دا دي تر څو بنده ګان د هغو په ترڅ کې خپل پالونکی وپېژني، نو يوازې هغه ولمانځي او هيڅ هم ورسره شريک نه کړي او ترڅو تر داسې ټاکلې مودې پورې چې يوازې الله پرې پوهيږي په ځمکه کې د خپل ځای ناستي کېدو غوښتنې پر ځای کړي او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی له هغه څه مخ اړوونکي دي چې د الله په کتاب کې پرې وېرول کيږي او هيڅ پروا يې نه کوي.