سوره الأحقاف (شګلنه سیمه) (آیت 5)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




46 الأحقاف(الأحقاف)، آیت ۵

وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ يَدْعُو مِنْ دُونِ اللَّهِ مَنْ لَا يَسْتَجِيبُ لَهُ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَهُمْ عَنْ دُعَائِهِمْ غَافِلُونَ 5 ٥

او له هغه كس نه زيات ګمراه څوك دى چې له الله نه غیر هغه (معبودان) بلي چې د ده دعا (سوال) تر قیامته پورې نشي قبلولى، په داسې حال كې چې دغه (معبودان) به د دوى له بلنې نه غافله (بې خبره) وي (۵)

تفسیر
او له هغه چا هيڅوک زيات لارورکی(ګمراه) نه دی چې له الله تعالی پرته د یو داسې بوت عبادت کوي چې د قيامت تر ورځې يې دعا نه شي قبلولی، او دغه بوتان چې هغوی يې له الله پرته لمانځي د خپلو بندګانو له لمانځلو بې خبره دي، او ګټه او زيان خو بيخي ورته نه شي ور رسولی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ