سوره الأحقاف (شګلنه سیمه) (آیت 6)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




46 الأحقاف(الأحقاف)، آیت ۶

وَإِذَا حُشِرَ النَّاسُ كَانُوا لَهُمْ أَعْدَاءً وَكَانُوا بِعِبَادَتِهِمْ كَافِرِينَ 6 ٦

او كله چې (ټول) خلق (د حساب لپاره په محشر كې) راجمع كړى شي دغه (معبودان) به د دوى دښمنان وګرځي او د دغو (عبادت كوونكو) له عبادت نه به منكر شي (۶)

تفسیر
سره له دې چې په دنيا کې هغوی ته هيڅ ګټه نه شي رسولای، خو کله چې د قيامت په ورځ را غونډ کړل شي، نو د هغه چا دښمنان به وي چې د دوی عبادت یي کاوه او هغوی څخه به بېزاره وي او له دې څخه به انکار کوي چې دوی د هغوی پر لمانځلو پوهېدل.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ