سوره محمد (آیت 22)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




47 محمد(محمد)، آیت ۲۲

فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ تَوَلَّيْتُمْ أَنْ تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ 22 ٢٢

نو ایا تاسو، كه چېرې حاكمان شئ، دې ته نژدې يئ چې تاسو به په ځمكه كې فساد وكړئ او خپل قرابتونه (خپلویانې) به پرې كړئ (۲۲)

تفسیر
او ستاسو له حاله غالب دا ښکاري چې که پر الله له ايمان راوړلو او د هغه له پيروۍ مخ واړوئ هرومرو به تاسو په ځمکه کې په کفر او ګناهونو ورانکاری وکړئ، او د خپلوۍ اړيکې به پرې کړئ، لکه څنګه مو چې په جاهليت کې حال وو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ