سوره محمد (آیت 25)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




47 محمد(محمد)، آیت ۲۵

إِنَّ الَّذِينَ ارْتَدُّوا عَلَىٰ أَدْبَارِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى ۙ الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَىٰ لَهُمْ 25 ٢٥

بېشكه هغه كسان چې په خپلو شاګانو (له ایمانه) بېرته ګرځېدلي دي، وروسته له دې چې دوى ته هدایت ښكاره شو، دوى ته شیطان (خپل عملونه) ښايسته كړي دي او دوى ته يې مهلت ښكاره كړى دى (۲۵)

تفسیر
پرته له شکه هغه کسان چې له ايمانه کفر او نفاق ته ورګرځېدلي، وروسته لدې چې حجت پرې قائم شو، او د نبي صلی الله عليه وسلم رېښتينولي هم ورته څرګنده شوه، همغه شيطان دی چې هغوی ته يې کفراو نفاق ښايسته کړی او آسانه کړی، او د ارزو په اوږدوالي يې هيله مند کړي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ