سوره محمد (آیت 26)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




47 محمد(محمد)، آیت ۲۶

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لِلَّذِينَ كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ ۖ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ 26 ٢٦

دغه په دې سبب چې یقینًا دوى هغو كسانو ته، چې دغه (قرآن) بد ګڼي چې الله نازل كړى دى، وویل: په ځینو كارونو كې به مونږ ژر ستاسو حكم ومنو۔ او الله د دوى په پټو خبرو پوهېږي (۲۶)

تفسیر
دغه هغوی ته حاصله شوې لار ورکي له دې امله ده چې هغوی په پټه هغو مشرکانو ته ویل چې د الله له لوري د هغه پر رسول نازله کړې وحي به يې نه خوښوله، موږ به زر په ځينو چارو لکه له جګړې څخه په وروسته پاتې کېدو کې ستاسو پيروي وکړو، او الله پر هغه څه پوهيږي چې هغوی يې څرګندوي او پټوي، پر هغه هيڅ هم پټ نه دي، نو څه ته يې چې خوښه شي خپل رسول صلی الله عليه وسلم ته يې ښکاره کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ