سوره محمد (آیت 29)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




47 محمد(محمد)، آیت ۲۹

أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ أَنْ لَنْ يُخْرِجَ اللَّهُ أَضْغَانَهُمْ 29 ٢٩

ایا هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې (د نفاق) بېماري ده؛ دا ګمان كړى دى چې الله به د دوى پټې كينې له سره نه څرګندوي (۲۹)

تفسیر
آيا له منافقانو هغه کسان چې په زړونو کې يې شک دی ګومان کوي چې الله به هيڅکله د هغوی کينې را ونه باسي او ښکاره به يې نه کړي؟! هرومرو به يې په ازمويلو سره را وباسي، ترڅو د ايمان رېښتينی له درواغجن څخه بېل شي، مؤمن څرګند او منافق رسوا شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ