كه هغه له تاسو نه دغه (مال) وغواړي، پس په تاسو ښه كوشش وكړي (نو) تاسو به بخل وكړئ، او هغه (الله) به ستاسو پټې كينې راوباسي (۳۷)
تفسیر
که چېرې هغه له تاسو مو ټول مالونه وغواړي او له تاسې په غوښتنه ټينګار وکړي، تاسې به بخيلي پرې وکړئ، او په زړونو کې مو چې د هغه په لار کې د لګولو لپاره کوم بد ګڼل دي هغه به را وباسي، نو پر تاسو د مهربانۍ له مخې يې د هغو غوښتنه درڅخه پرې اېښې ده.