سوره الفتح (فتح) (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




48 الفتح(الفتح)، آیت ۱۱

سَيَقُولُ لَكَ الْمُخَلَّفُونَ مِنَ الْأَعْرَابِ شَغَلَتْنَا أَمْوَالُنَا وَأَهْلُونَا فَاسْتَغْفِرْ لَنَا ۚ يَقُولُونَ بِأَلْسِنَتِهِمْ مَا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ ۚ قُلْ فَمَنْ يَمْلِكُ لَكُمْ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ بِكُمْ ضَرًّا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ نَفْعًا ۚ بَلْ كَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا 11 ١١

ژر ده چې تا ته په اَعرابو كې وروسته پاتې كړى شوي كسان ووايي: مونږ خپلو مالونو او خپلوكورنيو مشغول كړي وو، لهٰذا ته زمونږ لپاره بخښنه وغواړه۔، دوى په خپلو ژبو سره هغه خبرې وايي چې د دوى په زړونو كې هغه نشته، ته (دوى ته) ووایه: نو تاسو لپاره د الله (له عذاب) نه څوك د څه شي اختیار لرلى شي، كه هغه (الله) تاسو ته د ضرر رسولو اراده وكړي، یا تاسو ته د نفعې رسولو اراده وكړي، بلكې الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى (۱۱)

تفسیر
ای رسوله! ژر دی چې و به وایې له بانډه چیانو هغه خلک چې مکې ته په سفر کې ستا له ملګرتيا څخه الله شاته پرې اېښې دي کله يې چې ته ملامتوې: زموږ د مالونو او زموږ د اولادونو پاملرنې موږ له تا سره له تګه بوخت کړو، نو موږ لره له الله څخه زموږ د ګناهونو بښنه وغواړه، دوی پر خپلو ژبو هغه څه وايي - لکه د نبي صلی الله عليه وسلم له لوري د هغوی لپاره د بښنې غوښتنه- چې په زړونو کې يې نشته، ځکه هغوی له خپلو ګناهونو توبه نه ده اېستلې، هغوی ته ووايه: هيڅوک به تاسو لره د الله پر وړاندې د هيڅ واک ونه لري که چېرې هغه د ښېګڼې اراده درته ولري، او يا پر تاسو د کومې بدې اراده ولري، بلکې الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسو يې کوئ، له هغه هيڅ هم ستاسو له کړنو نه پټيږي که هرڅومره يې تاسو پټوئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ