سوره الفتح (فتح) (آیت 12)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




48 الفتح(الفتح)، آیت ۱۲

بَلْ ظَنَنْتُمْ أَنْ لَنْ يَنْقَلِبَ الرَّسُولُ وَالْمُؤْمِنُونَ إِلَىٰ أَهْلِيهِمْ أَبَدًا وَزُيِّنَ ذَٰلِكَ فِي قُلُوبِكُمْ وَظَنَنْتُمْ ظَنَّ السَّوْءِ وَكُنْتُمْ قَوْمًا بُورًا 12 ١٢

بلكې (اصل خبره دا ده چې) تاسو دا ګمان كړى و چې رسول او مومنان به خپلو كورنيو ته هېڅ كله هم بېرته له سره را ونه ګرځي او دغه خبره ستاسو په زړونو كې ښايسته كړى شوه او تاسو ګمان وكړ، بدګمان، او تاسو هلاكېدونكى قوم شوئ (۱۲)

تفسیر
د مالونو او اولادونو په پاملرنه بوختيا ستاسو لپاره عذر له هغه سره له تګ نه د شاته پاتې کېدلو لامل نه دی، بلکې تاسې ګمان کاوه چې رسول او ملګري به يې ټول تباه شي او په مدينه کې به يې خپلو کورنيو ته را ونه ګرځي او دغه -خبره- شيطان ستاسو لپاره په زړونو کې ښايسته کړې وه، او پر خپل پالونکي مو ډېر بد ګمان وکړ چې هغه به هيڅکله د خپل نبي مرسته ونه کړي او په حقيقت کې همدا تاسې تباه کېدونکي ياست، پر الله د داسې بدګومانۍ کولو او له رسوله یې د سر غړونې له امله.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ