سوره الفتح (فتح) (آیت 21)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




48 الفتح(الفتح)، آیت ۲۱

وَأُخْرَىٰ لَمْ تَقْدِرُوا عَلَيْهَا قَدْ أَحَاطَ اللَّهُ بِهَا ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا 21 ٢١

او نور داسې (غنیمتونه) دي چې تاسو لا په هغو قادر شوي نه یئ، یقینًا الله هغه راګېر كړي دي۔ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى (۲۱)

تفسیر
او الله د نورو ولجو ژمنه هم درسره کړې ده چې په دغه وخت کې تاسو پرې نه يی توانېدلي، يوازې الله پر هغو ځواکمن دی، او هغه د الله په پوهه اوتدبير کې دي، او الله پر هر څه ځواکمن دی، هيڅ شی یي نه شي عاجزولای.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ