سوره الفتح (فتح) (آیت 22)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




48 الفتح(الفتح)، آیت ۲۲

وَلَوْ قَاتَلَكُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوَلَّوُا الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يَجِدُونَ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا 22 ٢٢

او كه كافران شویو كسانو له تاسو سره جنګ كړى وى (نو) دوى به خامخا شاګانې ګرځولې وى، بیا به دوى نه څوك كارساز موندلى و او نه كوم مددګار (۲۲)

تفسیر
او ای مؤمنانو! که چېرې هغه کسان درسره جنګېدلي وای چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی، هرومرو به يې ستاسو پر وړاندې د تېښتې او ماتې په حال کې شاوې دراړولې وای، بيا به يې نه کوم دوست موندلی چې چارې يې سمبال کړې وای او نه به يې کوم مرستندوی موندلی چې ستاسو پرخلاف جګړه کې يې مرسته ورسره کړې وای.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ