سوره الفتح (فتح) (آیت 24)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




48 الفتح(الفتح)، آیت ۲۴

وَهُوَ الَّذِي كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنْكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُمْ بِبَطْنِ مَكَّةَ مِنْ بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَكُمْ عَلَيْهِمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا 24 ٢٤

او دى همغه ذات دى چې له تاسو نه يې د هغوى لاسونه بند كړل او له هغوى نه يې ستاسو لاسونه بند كړل، د مكې په داخل كې، وروسته له دې چې تاسو يې پر هغوى غالب كړئ، او الله هغه څه لره چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى (۲۴)

تفسیر
او الله همغه ذات دی چې د مشرکانو لاسونه يې له تاسو ايسار کړل کله چې شاوخا اتيا کسانو غوښتل په حديبيه کې تاسو ته ضرر ورسوي، او ستاسو لاسونه يې له هغوی ايسار کړل، چې نه مو هغوی ووژل او نه مو آزار کړل، بلکې هغوی مو وروسته له دې آزاد کړل چې د هغوی پر نيولو یې ځواکمن کړئ، او الله د هغه څه ليدونکی و چې کول مو، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه پټيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ