سوره الفتح (فتح) (آیت 6)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




48 الفتح(الفتح)، آیت ۶

وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْمُشْرِكِينَ وَالْمُشْرِكَاتِ الظَّانِّينَ بِاللَّهِ ظَنَّ السَّوْءِ ۚ عَلَيْهِمْ دَائِرَةُ السَّوْءِ ۖ وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَلَعَنَهُمْ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَهَنَّمَ ۖ وَسَاءَتْ مَصِيرًا 6 ٦

او د دې لپاره چې منافقو سړیو او منافقو ښځو او مشركو سړیو او مشركو ښځو ته عذاب وركړي، هغه چې په الله باندې ګمان كوونكي دي، بدګمان، په دوى دې د بدۍ راګرځېدل وي، او الله په دوى باندې غضب كړى دى او په دوى يې لعنت كړى دى او د دوى لپاره يې جهنم تیار كړى دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى (۶)

تفسیر
او ترڅو منافقان او منافقانې په عذاب کړي او پر الله شرک کوونکي او شرک کوونکې په عذاب کړي، هغه کسان چې پر الله ګومان کوي چې هغه يې د دين مرسته نه کوي، او خپله کلمه يې نه لوړوي، نو د عذاب دائره پرې چاپېره شوه، او الله پر هغوی د کفر او بد ګومانۍ له امله غضب وکړ، او له خپلې لورېينې يې وشړل، او په آخرت کې يې هغوی لره داسې جهنم چمتو کړی چې ور ننوزي به او تل ترتله به پکې وي، او ډېر بد دی جهنم چې هغوی ورګرځي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ