سوره الحجرات (کوټې) (آیت 18)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




49 الحجرات(الحجرات)، آیت ۱۸

إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ 18 ١٨

بېشكه الله د اسمانونو او ځمكې په غیبو پوهېږي او الله هغه څه لره چې تاسو يې كوئ، ښه ليدونكى دى (۱۸)

تفسیر
پرته له شکه الله د آسمانونو په پټو پوهيږي او د ځمکې په پټو پوهيږي، له هغه هيڅ هم نه شي پټېدلای، او الله د هغه څه ليدونکی دی چې تاسې يې کوئ، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه شي پټېدلای، او ژر به تاسو ته پر ښو کړنو او بدو کړنو بدله درکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ