سوره الحجرات (کوټې) (آیت 2)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




49 الحجرات(الحجرات)، آیت ۲

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَنْ تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تَشْعُرُونَ 2 ٢

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل اوازونه د نبي د اواز له پاسه مه پورته كوئ، او مه ده ته په اوچت اواز خبره كوئ، لكه ستاسو د ځینو له ځینو نورو سره د اواز اوچتولو په شان۔، له دې وجې چې ستاسو عملونه به برباد شي او تاسو به پوه نه وئ (۲)

تفسیر
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او د هغه څه پيروي مو کړې چې روا کړي يې دي، د هغه له رسول سره په ادب اوسئ، آوازونه مو داسې مه ګرځوئ چې نبي صلی الله عليه وسلم ته د وينا پر مهال د هغه پر آواز پورته شي، او مه په داسې نوم ورغږ کوئ لکه ځينې مو چې ځينې را بولي، بلکې هغه د نبوت او رسالت په نرمه وينا سره رابولئ، له دې وېرې چې د دغه کار له امله ستاسو د عملونو بدله له منځه ولاړه نه شي په داسې حال کې چې تاسې د هغه په له منځه تلو خبر هم نه واست.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ