سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 101)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
5
المائده(المائدة)، آیت ۱۰۱
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ إِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ وَإِنْ تَسْأَلُوا عَنْهَا حِينَ يُنَزَّلُ الْقُرْآنُ تُبْدَ لَكُمْ عَفَا اللَّهُ عَنْهَا ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د داسې څیزونو په باره كې تپوس مه كوئ چې كه تاسو ته ظاهر كړى شي (، نو) تاسو به خفه كړي، او كه چېرې تاسو په هغه وخت كې تپوس وكړئ كله چې قرآن نازلولى شي (، نو) تاسو ته به ظاهر كړى شي، الله تاسو ته (د تېرو سوالونو) معافي كړې ده او الله ډېر بخښونكى، ډېر تحمل والا دى (۱۰۱)
تفسیر
اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی له رسوله مو د داسې شيانو په اړه پوښتنې مه کوئ چې اړتيا ورته نه لرئ، او نه مو د دين په چاره کې مرسته درسره کوي، که هغه درته څرګند شي؛ نو ښه به درته نه وي، ځکه په هغو کې به سختي وي او که تاسې د داسې شيانو په اړه پوښتنې کوئ چې له پوښتلو يې راګرځول شوي ياست کله چې پر رسول وحي نازليږي؛ نو درته بيان به يې کړي، ځکه دغه د الله لپاره آسانه دي، الله له هغو شيانو څخه تېرشوی چې قرآن ورڅخه چپ پاتې شوی؛ نو په اړه يې پوښتنې مه کوئ، که يې په اړه پوښتنې وکړئ، پر تاسو به د هغو د حکم له امله تکليف را نازل شي او الله د خپلو بنده ګانو د ګناهونو بښونکی دی کله چې هغوی توبه وباسي او زغمونکی دی چې هغوی ته پرې سزا ورنه کړي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: