اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په تاسو د خپل ځان بچ كول لازم دي، تاسو ته هغه څوك ضرر نشي دررسولى چې ګمراه شوي دي، كله چې تاسو (پخپله) په نېغه لار یئ، خاص د الله په طرف ستاسو د ټولو واپس تلل دي، نو هغه به تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول (۱۰۵)
تفسیر
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! لازم ده پر تاسو باندې د خپل ځان ذمه واري نو تاسو خپل ځانونه برابر کړئ په کولو د هغه څه چې اصلاح کوي یي، ضرر نه درسوي تاسو ته هغه څوک چې ګمراه شوي وي د خلکو نه او ستاسو دعوت یې نه وي قبول کړی، کله چې تاسو په سمه لار روان یاست، او ستاسو د هدایت نه دا دي چې امر په نیکیو او منع له بدیو وکړئ، یوازې الله تعالی ته ستاسو ورګرځیدل دي په ورځ د قیامت، نو خبر به درکړي تاسو ته په هغه څه چې تاسو کول په دنیا کې، او په هغه به درله بدله درکړي.