سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 107)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۱۰۷

فَإِنْ عُثِرَ عَلَىٰ أَنَّهُمَا اسْتَحَقَّا إِثْمًا فَآخَرَانِ يَقُومَانِ مَقَامَهُمَا مِنَ الَّذِينَ اسْتَحَقَّ عَلَيْهِمُ الْأَوْلَيَانِ فَيُقْسِمَانِ بِاللَّهِ لَشَهَادَتُنَا أَحَقُّ مِنْ شَهَادَتِهِمَا وَمَا اعْتَدَيْنَا إِنَّا إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ 107 ١٠٧

نو كه اطلاع حاصله شوه چې بېشكه هغه دواړه د ګناه مستحق شوي دي، نو دوه نور كسان به د دوى په ځاى ودرېږي هغه چې پر هغوى د حق دعویٰ وشوه چې (مړي ته) ډېر قریب وي، نو دوى دواړه به په الله سره قسم خوري، چې یقینًا د دوى ګواهي د هغو دواړو له ګواهۍ نه ښه حقه ده او مونږ زیاتى نه دى كړى، (كه مونږ وكړو) بېشكه مونږه به په دغه وخت كې خامخا له ظالمانو څخه یو (۱۰۷)

تفسیر
نو که چیرته ښکاره شو وروسته د قسم خوړلو نه دروغ د دې دواړو په ګواهۍ او یا قسم کې، اویا د دې دواړو خیانت ښکاره شو، نو ګواهي دې وکړي او یا دې قسم وکړي دوه کسان چې ودریږي به د دې دواړو په ځای باندې د نزدې خلکو نه دې مړي ته په هغه خبره چې هغه حق وي، نو قسم به کوي په الله تعالی باندې چې خامخا ګواهي زمونږه د دوی په دروغو باندې او خیانت باندې ډیره حقه ده د دوی د ګواهۍ نه په رښتیا او امانت دارۍ د دې دواړو نه، او مونږ په دروغو باندې قسم نه دی کړی، مونږه چې یو یقینا که چیرته ګواهي وکړو په دروغو سره نو خامخا مونږ به د ظالمانو له ډلې نه یو هغه چې د الله تعالی د پولو نه تیریدونکي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ