سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 109)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۱۰۹

يَوْمَ يَجْمَعُ اللَّهُ الرُّسُلَ فَيَقُولُ مَاذَا أُجِبْتُمْ ۖ قَالُوا لَا عِلْمَ لَنَا ۖ إِنَّكَ أَنْتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ 109 ١٠٩

هغه ورځ (یاده كړه) چې الله به رسولان راجمع كړي، نو (ورته) وايي به: تاسو ته څه جواب دركړى شوى و؟ هغوى به ووايي: مونږ ته هېڅ علم نشته، بېشكه هم ته په غیبو ښه عالم يې (۱۰۹)

تفسیر
یاده کړئ –ای خلکو- ورځ د قیامت کله چې به الله تعالی راجمع کړي ټول پیغمبران، نو الله تعالی به دې پیغمبرانو ته ووایې: څه جواب درکړ تاسو ته ستاسو امتونو هغه چې ما ورته تاسو لیږلي وئ؟ دوی به ووایې په داسې حال کې چې جواب به الله تعالی حواله کوي: مونږ ته پته نشته، بلکې علم تاته دی –ای زمونږه ربه- بیشکه ته چې یې یوازې ته یې هغه څوک چې په پټو کارونو باندې پوهیږی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ