سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 112)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۱۱۲

إِذْ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ هَلْ يَسْتَطِيعُ رَبُّكَ أَنْ يُنَزِّلَ عَلَيْنَا مَائِدَةً مِنَ السَّمَاءِ ۖ قَالَ اتَّقُوا اللَّهَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ 112 ١١٢

كله چې حواریانو وویل: اى عیسٰی د مریمې زویه! ایا ستا رب د دې طاقت لري چې پر مونږ باندې له اسمانه دسترخوان نازل كړي؟ هغه (عیسٰی) وویل: تاسو له الله نه ووېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ (۱۱۲)

تفسیر
او یاد کړه کله چې ستا خاص ملګرو (حواریانو) وویل: آیا ستا رب کولی شي کله چې ته له هغه څخه وغواړې چې رانازل کړي یو دستر خوان د بره نه؛ نو عیسی –علیه السلام- ورته په جواب کې امر وکړ د الله تعالی په تقوا باندې او په پریښودلو د لټولو د هغه څه چې دوی غوښتلي وو، ځکه چې شاید په دې کې د دوی لپاره فتنه او امتحان وي، او دوی ته یې وویل: توکل وکړئ په خپل رب باندې په لټولو د رزق کې که چیرته تاسو مومنان یاست.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ