سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 113)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۱۱۳

قَالُوا نُرِيدُ أَنْ نَأْكُلَ مِنْهَا وَتَطْمَئِنَّ قُلُوبُنَا وَنَعْلَمَ أَنْ قَدْ صَدَقْتَنَا وَنَكُونَ عَلَيْهَا مِنَ الشَّاهِدِينَ 113 ١١٣

هغوى وویل: مونږ غواړو چې له هغه نه خوراك وكړو او زمونږ زړونه مطمئن شي او پوه شو چې تا مونږ ته رښتیا ویلي دي او مونږ به په هغه باندې له ګواهانو څخه شو (۱۱۳)

تفسیر
وویل خاص ملګرو (حواریانو) عیسی –علیه السلام- ته: مونږ غواړو چې وخورو د دې دستر خوان نه، او ډاډه شي زمونږ زړونه د الله تعالی په پوره قدرت، او په دې خبره چې ته د الله تعالی پیغمبر یې، او مونږ پوهه شو په علم یقین سره چې تا مونږ ته رښتیا ویلي په هغه څه کې چې تا مونږ ته د الله تعالی له طرفه راوړي، او مونږ به په دې باندې د ګواهانو نه شو هغو خلکو ته چې نه وي حاضر شوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ